د فاریاب په المار ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۷ کسان وژلي او تر ۳۳ نور یې ټپیان کړي دي. د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر بریالی بشریار وايي، چې برید نن سهار شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د المار ولسوالۍ په بازار کې وشو. نوموړی وايي، د برید اصلي موخه پولیس وو، خو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښې ده. د هغه په وینا، برید کوونکی پلی روان و، چې د پولیسو له رارسېدو سره یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.