د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون نن رسمآ په خپل کار پیل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64541
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-22

د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله نن سهار په داسې حال کې چې د دې کیمسیون رییس او غړي هم حاضر وو، هیله څرګنده کړه چی دغه کمېسیون به خپل کارونه لکه څنګه چې لازمه ده، په شفافیت او عادلانه ډول پرمخ یوسي. د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون تېره اونۍ د ولسمشر اشرف غني له خوا د یوه فرمان په ترڅ کې تاسیس شو.