په بدخشان کې ۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64543
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-22

په بدخشان کې د دوو غیرې مسئولو قوماندانانو ترمنځ په نښته کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي نښته پرون مازدیګر په کران منجان ولسوالۍ کې د قوماندان عبدالملک او عبدالقدیر د کسانو ترمنځ شوې. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ویلي چې په نښته کې د قوماندان ملک دوه او د عبدالقدیر یو وسله وال وژل شوی او دوې ښځې ټپيانې شوې دي. سرچینه وايي چې د نښتې د رامنځته کېدو لامل څرګند نه دی، خو ښايي د لارجوردو د کان پر سر د اختلاف له کبله رامنځته شوې وي.