وسله والو په اروزګان کې یو قومي مشر اعدام کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64544
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-22

راپورونه وايي چې د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې وسله والو یو قومي مشر په عام محضر کې په دار ځړولی. رسنیو د خاص ارزوګان د ولسوال عبدالکریم کریمي له قوله ویلي چې د شهیدانو د سیمې قومي مخور او ملک حاجي عباس وسله والو نن سهار شاوخوا شپږ بجې تښتولی و. دى وايې چې پوليسو د حاجي عباس په اړه پلټني پيل کړې، خو مخکې له دې چې پوليس هدف ته ورسيږي وسله والو طالبانو دغه ملک په عام محضر کې اعدام کړ. د ولسوال په وينا عباس په شېخي سيمه کې په دار ځړول شوى دى.