په روان مېلادي کال کې ۴۱۰۰ افغان سرتېري وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64545
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-22

د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لږترلږه ۴۱۰۰ سرتېري وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ۴۱۰۰ تنو افغان امنیتي ځواکونو وژل کېدا د تېر (۲۰۱۴) کال د ورته مودې په پرتله د دغو ځواکونو په تلفاتو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی ښيي. نیویارک ټایمز وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د شمېر په اړه معلومات یوه امریکايي پوځي، چې په افغانستان کې له ايتلافي ځواکونو سره کار کوي، ورکړي دي. د دې معلوماتو پر اساس په یاده موده کې لږترلږه ۷۸۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.