د ولسمشر سلاکار او له طالبانو سره د سولې د پلاوي غړى حاجي دين محمد وايي په دویم پړاو خبرو کې به پر اوربند بحث وشي. دین محمد ویلي چې په دې پړاو کې به نور مهم طالب مشران هم په خبرو کې ګډون وکړي. نوموړی زیاتوي چې په دويم پړاو ناسته کې به د باور فضا د رامنځته کولو په موخه د دواړو لورو تر منځ د اختلاف ټکي په وضاحت بیا شي. نوموړی زیاتوي چې له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ايستل او د بنديانو موضوع به هم په اجنډا کې وي.