د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت په غوښتنه په بلخ ولایت کې د دوو سیمه ییز تلویزیونونو خپرونې بندې شوې دي. د بلخ د مخابراتو رییس خدایداد کیهان وايي د اسیا او مهربان په نومونو دوو سیمه ییزو تلویزونونو د یوه کال مالیه نه وه ورکړې. هغه زیاته کړه، چې دوی ته څو څو ځلې له مرکز څخه د مالیې ورکولو په اړه مکتوبونه لیږل شوي وو، خو دوی پرې غوږ نه ګرولو. د کیهان په وینا، چې په دې اړه د بلخ ولایت مقام ته عارض شول او هغوی د مخابراتو ریاست، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت ، مستوفیت او د راډیو تلویزیون د استازو په ګډون یو کمیسیون ته دنده وسپارله، چې په دې اړه اقدامات وکړي. دی وایي چې دغه کمیسیون پریکړه وکړه، چې د یادو تلویزونونو خپرونې باید تر هغه پورې ودرول شي، څو پورې چې دوی خپله مالیه نه وي ورکړې.