د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوو چاودنو ۲۰ کسان وژلي او ۵۰ نور یې ټپيان کړي دي. له دې چاودنو یوه یې د بغداد په سویل لوېدیځ او بله په شمال ختیځ کې شوې ده. ویل کېږي دواړه چاودنې د شعیه مېشتو سیمو کې شوې دی. تېره جمعه هم د بغداد په شمال ختیځ کې یوې چاودنې ۱۲۰ تنه وژلي وو.