دوو طالب پلوه پاکستاني سياستمدارانو له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړ. د افغان طالبانو پلوى او ملاتړ کوونکى د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نه يواځې د دغو خبرو اترو ملاتړ او هرکلى کړى، بلکې د افغانستان سوله يې د سيمې د ثبات لپاره مهم بللې ده. مولانا فضل الرحمن دغه څرګندونې پرون د خيبر پښتونخوا ايالت په ديره اسماعيل خان سيمه کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال زياته کړې چې شخړې پر جګړو نه هوارېږي. هغه زياته کړې: ((امريکا د دې پر ځاى چې ځمکني حقايق درک کړي، پر افغانستان يې بريدونه پيل کړل او زرګونه کسان يې ووژل، د سيمې امنيت او اقتصاد يې له منځه يووړ.)) بلخوا د طالبانو يو بل پلوي پاکستاني سياسي مشر عمران خان د سولې د خبرو د ملاتړ تر څنګ له خپل حکومته غوښتي چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي. عمران خان چې پرون په پېښور کې له خبريالانو سره خبرې کولې، زياته کړې: ((که چېرې امريکا په خپله له طالبانو سره خبرې کولى شي، نو د افغانستان او پاکستان حکومتونه هم بايد دغه کار ترسره کړي.)) دوی دواړه هغه کسان دي، چې په افغانستان کې یې د جهاد فتوا ورکړې وه.