د ماین چاودنې په لوګر کې ۶ سیمه ییز پولیس ټپان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64550
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-23

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او شپږ سيمه ييزو پوليس يې ټپيان کړي دي. د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين وايي، تېر ماښام د دې ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې په بازار کې د ماين چاودنه شوې، چې له امله یې يو ملکي وګړى وژل شوى او شپږ سيمه ييز پوليس ټپيان دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لوګر په پادخاب شانه سيمه کې په يو لوبغالي کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.