راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسون غونډه جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64552
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-23

په پاکستان کې د افغانستان سفير جانان موسى زي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې پرون يې په اسلام اباد کې د پاکستان د ماليې له وزير اسحاق ډار سره ليدلي دي. هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال يې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېسيون د لسمې غونډې پر نېټې مشوره وکړه. د موسى زي په وينا، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې دا غونډه به د وږي د مياشتې په پنځمه نېټه (د اګسټ په ٢٦مه، په اسلام اباد کې جوړه شي. د افغانستان سفير وايي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د پاکستان د ماليې وزير سناتور اسحاق ډار د خپل هېواد استازيتوب کوي.