د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د چورلکو په برید کې د طالبانو د مهمو قوماندانانو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي. چارواکي وايي چې دغه برید پرون غرمه په المار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز شوی دی. دوی ادعا کوي چې په برید کې د طالبانو دری ولسوالان، د ازبکستاني طالبانو یو قوماندان او د هغوی څلور ساتونکي وژل شوي دي. دغه راز د فاریاب لپاره د طالبانو والي قاري صلاح الدین له ۱۱ نورو وسله واله سره ټپي شوی دی.