د بریتانیا دفاع وزارت واييد دغه هیواد یو پوځي، چې درې کاله پخوا په افغانستان کې ټپي شوی و، اوس د ټپونو له کبله مړ شوی.مایکل کمبیل نهه میاشتې وروسته له دې ساه ورکړه چې بریتانیا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګي ماموریت پای ته رسولی او په دغه هیواد کې له ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه یې یوازې ۴۵۴ تنه روزونکي پرې ایښي دي.کمبیل، چې د سلطنتي ځواک د توپچي د درېم کنډک سرتېری و، د پنجشنبې په ورځ د انګلستان د مرکزي ښار برمنګم په کوین الیزابیت روغتون کې ساه ورکړه.دوه دېرش کلن کمبیل په ۲۰۱۲ م کال په ګزمه وتلی و چې طالبانو پرې ډزې وکړې او یوه مرمۍ یې پر نس ولګېده.