اشیا فونډېش اعلان کړی چې پر خپل اوسنیو فعالیتونو سربېره به له افغانستان سره د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي. د دغه بنسټ مشر له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې ایشا فونډېشن په اقتصادي، ټولنیزو، روزنیزو او له ښځو د ملاتړ پر برخو سربېره غواړي چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د سیمې په کچه د سوداګرۍ په برخه کې مرسته وکړي. په دې کتنه کې ولسمشر غني له ایشا فونډېشن څخه غوښتنه کړې چې د خپلو پروګرامو په چوکاټ کې د کرنې او صنعت په برخه کې د ختیځې اسیا د هېوادونو تجربې افغانستان ته را ولېږدوي.