پاکستان له دغه هېواد څخه د انټرنېټ له تېرو شویو کېبلونو معلومات غلا کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64558
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-24

د نړیوال محرمیت د ادارې د یوه راپور له مخې د پاکستان استخباراتو هڅه کړې چې د سمندر په تل کې د انترنیټ له کېبلونو څخه په پټه معلومات ترلاسه کړي.راپور وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د چین او لوېدیځو هیوادونو کمپنۍ کرایه کړې چې د دغه هېواد د کورنیو مسایلو د څارلو لپاره له انترنیټ څخه معلومات ترلاسه کړي.په راپور کې دا ادعا هم شوې چې آی ایس آی هڅه کړې چې د کراچۍ له بندري ښاره د څلورو تېرېدونکو کېبلونو له درو څخه معلومات ترلاسه کړي.د پاکستان د دې هڅې علت دا ښودل شوی چې خپل استخباراتي یا جاسوسي ظرفیت د امریکا حد ته لوړ کړي.