د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د اتو سړو خونو د جوړېدو مالي ستونزه حل شوې او په راتلونکو ۲۲ کاري میاشتو کې به یې د رغونې چارې بشپړې شي.
د دې اتو سترو سړو خونو د جوړولو تړون په ۱۳۹۲ کال کې د کرنې وزارت او د افغان سړو خونو شرکت (Afghan cooling construction company) ترمنځ لاسلیک شو.
دغه اته سړې خونې په کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، هرات او کندوز ولایتونو کې جوړېږي چې شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.
ټاکل شوې چې د یادو اتو سړو خونو له ډلې په کابل کې درې، په کندهار، بلخ، ننګرهار، هرات او کندوز ولایتونو کې یوه یوه جوړه شي.
دغه سړې خونې د یو کمپلکس په بڼه جوړېږي، چې د پروسس، تړلو، مينځلو، اداري جوړښت او نور اړین وسایل به په کې وي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، هره سړه خونه به په یو وخت کې د ۵ زره ټنو سبزيجاتو او مېوې د ځایولو وړتيا ولري.
په داسې حال کې چې د سړو خونو د جوړولو تړون د لاسلیک پر مهال د کرنې وزارت چارواکو ویلي وو، چې د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شي، خو اوس د کرنې وزارت وايي چې تر اوسه یې تر لس سلنې پورې کارونه پرمخ تللي دي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي چې تېر کال د مالي ستونزو له امله دغې پروژې ته پیسې نه وې ځانګړې شوې.
د دې وزارت ویاند لطف الله راشد وايي چې د مالیې وزارت سږ کال د دې پروژې د تمویل لپاره پیسې ځانګړې کړې او یوه میاشت مخکې یې د بودیجې ستونزه حل شوه.
راشد همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې اوس مهال پر دغو سړو خونو کار په چټکۍ سره روان چې د کومې خاصې ستونزې د نه پښېدو په صورت کې به یې کارونه په ټاکلې مودې پای ته ورسېږي.
هغه وویل چې د وزارت د سل ورځني پلان مخې، په د سلو ورځو په موده کې باید د دې پروژې ۱۳ سلنه کارونه باید پرمخ لاړ شي.
لطف الله راشد زیاته کړه، که له امنیتي او مالي ستونزو سره مخ نه شي، نو په ۲۳ کاري میاشتو کې به د پروژې ټول کارونه بشپړ شي.
د کرنې وزارت ویاند وویل چې د یادو سړو خونو د ساختماني چارو تر بشپړېدو وروسته به په کې وسایل نصب شي.
په داسې حال کې چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او عمده پیداوار یې کرنیز محصولات دي، خو د سړو خونو نه شتون د بڼوالو او کروندګرو لپاره لویه ننګونه او ستونزه بلل کېږي.
په افغانستان کې د معیاري سړو خونو د نه شتون له امله د هېواد کرنيز محصولات يوازې په یوه موسم کې کارول کېږي او د کال په نورو درېيو موسمونو کې په بازار کې تازه مېوې او سبزيجات ډېر لږ او په لوړ قیمت پیدا کېږي.
دغه ستونزه د دې لامل شوې، چې افغانستان د کال په نورو موسمونو کې د خپلې اړتيا وړ تازه مېوه او سبزيجات له نورو هېوادونو وارد کړي.
افغان بڼوال او کروندګر وايي، که په داخل کې معیاري سړې خونې جوړې شي، نو له یوې خوا به د کرنیزو محصولاتو په ساتنه کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د کال په نورو موسمونو کې د کورني مارکېټ اړتیا هم پوره کړل شي.