د سعودي د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له یمن څخه په توغول شویو توغندیو د سعودي څلور پوځیان وژل شوي دي. د سعودي د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه راکېټي برید کې اووه نور پوځیان ټپيان شوي هم دي. برید په سویلي ظهران کې چې له یمن سره پر پوله پروت دی پر یوه پوځي مرکز شوی. اټکل کېږي چې برید به حوثي یاغیانو کړی وي.