ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.
دغه راز ټاکل شوې چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې د دې پروژې د پلي کووونکي کنسرشیوم د جوړېدو چارې هم بشپړې شي.
د ټاپي پروژې شریکو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند) په وروستیو کې د یادې پروژې پر ژر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني د زمري میاشتې په ۶ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د وزیرانو شورا د مرستیال په مشرۍ کابل ته له راغلي پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې ډېر ژر به ترکمنستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار نهايي کړي.
ولسمشر غني ویلي وو، چې په دې اړه یې د شانګهای او برېکس اقتصادي سازمان په غونډو کې د پاکستان، هند او ترکمنستان له استازو سره هم خبرې کړې دي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې وه، د دغه هېواد ولسمشر افغانستان ته سفر کړی وای، خو افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د درملنې په موخه جرمني ته ولاړ او له همدې کبله د ترکمن ولسمشر سفر هم ځنډېد.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ترکمنستان ته د سفر پرمهال د دې هېواد له ولسمشر سره په کتنه کې وویل، چې د روان کال په سپټمبر کې به د ټاپي پروژې د کنسرشیوم د جوړېدو کارونه نهايي شي.
د پاکستان د لومړي وزیر او د ترکمنستان د ولسمشر ترمنځ په کتنه کې هم پر ټاکلي وخت د دې پروژې پر پیلېدو ټینګار وشو.
د ټاپي د غړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي لمېټېډ په نوم یو کنسرشیوم جوړېږي، چې دغه کنسرشیوم به د ټاپي پروژې ساختماني او عملي چارې پر مخ بیايي.
تر اوسه د کنسرشیوم د مشرتابه لپاره کوم شرکت نه دی غوره شوی، خو ویل کېږي چې د (ټوټال) په نوم یو فرانسوی شرکت د ټاپي لمېټېډ مشرتابه ته کاندید دی.
بلخوا ویل کېږي چې روسي شرکتونو هم په ټاپي کنسرشیوم کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې ده.
ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي.
د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.
ټاکل شوې دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.
همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي.
دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.