په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمبپل وايي په یو شمېر سیمو کې داعش د طالب جنګیالیو د جذب لپاره هغوی ته لوړ معاشونه ورکوي. نوموړي چې په واشنګټن کې یې د بروکېنګز په انسټېټیوټ کې خبرې کولې وویل چې د وسله والو طالبانو د رهبرۍ کمزورۍ او مالي ستونزو دا ډله له ماتې سره مخ کړې ده. نوموړي ویلي چې د ملا عمر مرګ هم د هغو طالب جنګیالیو مورال کمزوری کړی چې هغه ته یې د یوه معنوي لارښوود په سترګه کتل.