هند: د امن او اقتصادي ودې په برخه کې به له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64655
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-04

په کابل کې د هند سفير وايي، هېواد به يې په افغانستان کې د امن او اقتصادي ودې په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. نوموړي دغه څرګندونې پرون د ملي امنيت شورا له سلاکار محمد حنيف اتمر سره د کتنې پرمهال کړې دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې. سرچينه کاږي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وويل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپل بهرني سياست لومړيتوبونه په پنځو کړيو کې تنظيم کړي دي او ګاونډي هېوادونه په لومړۍ کړۍ کې ځای لري. نوموړي د سلما بند په ګډون د لويو پروژو د مالي ملاتړ له امله، د هندوستان هېواد له همکاريو مننه وکړه او د هغو د دوام غوښتنه يې وکړه. په دې کتنه کې د هند سفير امر سينها، افغانستان خپل نږدې همکار او دوست هېواد بللی او ډاډ یې څرګند کړى، چې هېواد به يې په افغانستان کې د امن او اقتصادي ودې په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.