د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په لوګر کې یې پر دولتي ودانیو د بریدونو مخه نیولې ده. د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ریاست د منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې د یو تن پخواني قوماندان محمد علي امارتي له پټن ځای څخه چې اوس د داعش له ډلې سره یو ځای شوی دی دوه د ځانمرګي واسکټونه، یو میل پیکا او دوه میله کلاشینکوفونه ترلاسه کړي دي. سرچینه وايي ددې ډلې وسله والو هوډ درلود چې له یادو توکو څخه په استفادې په لوګر ولایت کې پر دولتي بنسټونو بریدونه وکړي. د امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو عملیاتو پر مهال د وسله والې نښتې په ترڅ کې دوه تنه وسله واله وژل شوي هم دي.