په افغانستان کې د ناټو او ا مريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کمپبل وايي، طالبان هېڅکله نه شي کولى افغان ځواکونو ته ماتې ورکړي. جنرال کمپبل دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د بروکينګز په انسټيټيوټ کې د افغانستان د راتلونکي په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي. هغه زياته کړې، طالبان يواځې د (بريد وکړه او وتښته) بريدونو ته ادامه ورکړې ده او د مخامخ جګړې توان نه لري. د نوموړي په وينا، اوسمهال افغان ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ٩٥ سلنه عمليات پر مخ وړي او مسووليت لري، خو د دې تر څنګ يې زياته مرګ ژوبله هم ليدلې ده. د ناټو دغه قوماندان ويلي چې ځوان پياوړو افغان سرتېرو وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې او هغوى ته اجازه نه ورکوي، ولسوالۍ او لوى کلي تر ډېرې مودې په خپله ولکه کې وساتي. خو جنرال کمپبل په افغان ځواکونو کې پر ډېرو غير حاضريو اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې يې له افغان حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده. دى وايي، چې په افغان ځواکونو کې ښې مشرتابه ته اړتيا ده، څو سرتېري په ليکو کې پاتې شي، خو د دوى په وفادارۍ کې هېڅ ډول شک نشته. د هغه په وينا، د طالبانو د مشر ملا عمر مړينه به د طالبانو په ليکو کې د بې اتفاقۍ لامل شي او په پايله کې به طالبان پر څو ډلو ووېشل شي. د ناټو قوماندان وايي چې له دې سره به يوه ډله طالبان د سولې له پروسې سره او بله ډله به يې له داعش سره يو ځاى شي.