مطمئن: له ملا اختر منصور سره ۹۵ طالب مشرانو بیعت کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64661
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-05

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ویاند عبدالحی مطمئن وايي د طالبانو له نوي مشر سره ۹۵ سلنه طالب مشرانو بیعت کړی دی. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو د اوسني مشر بدیل ناشونی ښکاري او له هغه سره د ملا عمر د کورنۍ مخالفت جدي نه دی. د مطمئن په وینا د ملا عمر له کورنۍ پرته ټول امارات د ملا اخترمحمد منصور له مشرۍ سره موافق دی. نوموړي دغه راز یادونه کړې چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې به ښايي د وروستیو بدلونونو له کبله د څو میاشتو لپاره وځنډول شي.