د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق تاید کړې چې د هند سمندر د، ري یونین په ټاپو کې چې د فرانسې تر واک لاندې ده، موندل شوې ټوټې د مالیزیا د هوايي شرکت د تري تم شوې الوتکې دي. نوموړي وویل، د هوايي چلن چارواکو په فرانسه کې لاسته راغلې ټوټې او پاتې شونې پلټلي او په ډاډ یې تاید کړې چې همدا د ورکې شوې الوتکې برخې دي. دغه الوتکه چې ۲۳۹ سپرلۍ او کارکونکي په کې سپاره وو، د تېر کال مارچ میاشت کې تري تم شوې وه. د مالیزیا لومړي وزیر ښاغلي رزاق ویلي چې حکومت به یې د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو مالومولو پخاطر خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.