یوې زورورې چاودنې د کابل په مرکزي برخه کې لږترلږه ۸ تنه وژلي خو ۱۲۸ نور یې ژوبل کړي دي. د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي وویل چې دا چاودنه، چې په شاه شهید مېنه کې د موټر په وسیله شوې خو هدف لا څرګند نه دی.له بلې خوا د روغتیا وزارت وايي چې د پلازمېنې روغتونونو ته ۱۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید الله مایار وویل چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی او احتمال شته چې د تلفاتو شمېر زیات شي. ځیني راپورونه وايي چې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.دې چاودنې زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وايي چې په دې موټر بمي چاودنه کې، چې بیګاه شپه یوه بجه د ښار په مرکزي برخه کې شوې، لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او ۱۲۸ نور ژوبل دي.د چاودنې په سیمه کې ګڼې ودانې او ولاړ موټرونه هم ویجاړ شوي دي.