داعش ډلې ته منسوبې یوې ډلې په سعودي عربستان کې د ځانګړو امنیتي سرتېرو په جومات کې چاودنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64664

دخبریدو نیټه : 2015-08-06

یوې وسلوالې ډلې ،چې ځان له داعش سره تړلې بولې په سعودي عربستان کې ددغه هیواد د ځانګړو امنیتي سرتېرو په جومات کې د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده. په داسي حال کې چې خلکو د لمانځه تابیا نیوله ځآنمرګی برید کوونکی مسجد ته ننوت او ځانته یې چاودنه ورکړه .پیښه د عربستان په سویلي ابها ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په جومات کې شوې ،چې لیږ تر لیږه ۱۷کسان په کې وژل شوي دي .