د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي په غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو په ځانګړي ډول وروستيو بریدونو له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو په اړه ارزونه وشوه. د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت او اړوندو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د بېړنیو پېښو پر مهال له روغتونونو سره پوره همکاري وکړي. دغه راز یوه کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د وروستیو بریدونو د ټپیانو د بېړنۍ درملنې لپاره زمینه برابره کړي.