عیني شاهدان وایي چې دا برید د ماخوستن په شاوخوا لسو بجو پیل شوی. رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې لومړی درنه چاودنه وشوه او ورپسې ډله ییز برید شوی دی. دوی وايي برید په سیمه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پر یوې ادارې شوی. د برید له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.