په کابل کې د پولیسو د اکاډمۍ په مخ کې ځانمرګي برید ۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. دغه ځانمرګی برید پرون ماښام د پولیسو د اکاډمۍ په مخ کې داسې مهال وشو چې محصلین له رخصتۍ وروسته بېرته اکاډمۍ ته را ګرځېدل. د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده