د اسلامي دعوت ګوند مشر وايي، طالبان دې له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي او له نظام سره دې يو ځاى شي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وکړې. استاد عبدالرب رسول سیاف وويل: "زه پر هغوى (طالبانو) غږ کوم او وايم چې همدا يو مناسب فرصت او زرين چانس دى، د تاسو لپاره او ورته مهال د دې ډلې تر منځ درزونه هم رامنځ ته شوي دي، د دې پر ځاى چې دغې لارې ته دوام ورکړئ او بېځايه پافشاري وکړئ، راشئ له خپل ولس سره کېنئ، د خپل هېواد د راتلونکي په اړه يو ځاى فکر وکړئ، يو ځاى تصميم ونيسئ او دغه ځورېدلى ملت له دغه ناوړه حالته را وباسئ." دغه جهادي مشر د ملا عمر په مشرۍ امارت غير شرعي وباله او ويې ويل، هغه امارت چې له هغه وروسته هم رامنځ ته شي، هېڅ شرعي او اسلامي بنسټ نه لري. هغه وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل: "نوى امارت مه جوړوئ، په کږه لار مه ځئ او مه هم نوى اميرالمومنين ځانونو ته ټاکئ."