الله پاک په قران کریم کي په سورت المایده کي فرمائې چي هر هغه چا چي بې ګناه څوک وواژه او یائې پر مځکه دفساد او وینو تویولو هڅه وکړه لکه ټوله انسانیت چي ئې وواژه او هغه کس چي د یو ژوند ئې وژغوره ټیک همداسی مثال لري لکه ټوله انسانیت چي ئې وژغوره!
پرون په کابل کي یوکس په ځان پوري بمونه ټړلي د پولیسو اکاډمۍ په دروازه کي ځان والوزاوه د ۲۷ تاند ځوانانو په وژلو او دلسګونو نور په ټپیانولو ئې د انسانیت جنازه پورته کړل خو په همدې ورځ بیا په کندهار کي یوځوان چي حمیدجان پایندزي نومیږی د خپل سر په سودا دهغه موټرچي د ارغنداب رود په غیږه کي نیولی وو او غرقاوه ئې اووه تنه انسانان وژغورله او انسانیت ئې وژغوره ، دغه پیښي لکه څرنګه چي دالله پاک کلام وائې یو په بل د همدې ایات کریمه عملي شکل په دواړو برخو کي تفسیروي .
مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا {المائدة: 32 }
هغه قاتل ته نه یوازي دهغه ځوانمرګو ځوانانو کورنۍ ښیرا او لعنتونه وائې بلکې ټوله ولس ورباندي دالله تعالی قهرغواړي خو دغه ژغورنکي ځوان باندي ټول ولس افرینونه او رحمتونه وائې . دغه ددې دواړو انسانانو دنیاوي مجازات دي او اخروي ئې دخدای په کلام کي ثابت دي . هغه ئې رنګ بدي او دخدایه دنافرماني نښه ده او دغه ئې نیکنامي او دعبادت مثال دي .
نو ای دافغان ورور قاتله :
ای د انسان د وینو تږې:
ای د بل اولاد د ځانمرګی پلورنکې:
لږ دغه حقیقت ته د عقل په سترګو وګوره یو ځل ، تنها یوځل دخپل مسلمان ورور دوژني لاس په سر سه او د خپل مسلمان ورور ژوند ژغورو کي یوه هڅه وکړه او بیا دغه خوند دغه کیف دغه ویاړ دغه ستر عبادت له خپل ژوند او هڅو سره محاسبه که ، بیا وګوره چي کوم یو په پله دروند ، په عقل ښکلی ، په خلکو ویاړلی ، په الله ګران درته ثابتیږي؟
بس یوځل دغه ازموینه په ځان وکړه
دغه لاندي انځور دهغه ویاړلي ځوان حمیدجان دی چي انسانیت ئې ژغورلی دی