وې خلک ډله ډله کیږي څوک زړه نشي ښه کولی چې خبره یې کړي، ما وې له څه نه وې زوی یې هارون هم شهید شو.... هک حیران شوم ما وې ټوکې مه کوه، وې ټوکه نه کوم زما تاته سودا وه له تا سره موټر کې یو ځای وو...
هارون له ما سره یو ځای له کلي راغی دنګه بېیه د موټر مخ سیټ کې ناست و ستړي مشي یې وکړل، سره پله کې مو د مازیګر لمنځونه وکړل پر مخ یې د دعا لاسون را کش کړل موټر کې کښیناستو د کابل ښار کمپنۍ کې د میرویس میدان موټر کې کښیناست او موږ چاراهي قمبر ته ولاړو. کور ته ورسیدم لا مې له چایو غوړپ نه وکړی چې درز شو نعیم همدا مهال د پولیسو اکاډمۍ ته رسیدلی و، هغه هلته محصل و وروستی کال یې وو.
تیر کال یې دوه وروڼه او پلار دکور په دروازه کې وسله والو وویشتل، سږ کال سپین سرې مور د بل زوی په غم واوښته.
د سپین سرې مور خبرولو ته لا چا زړه نه شوای ښه کولی، چا به وي بیخي یې مه خبروۍ سمدستي به مړه شي، چا به ویل زوی یې دی پریږده چې اخر ځل خو یې دیدن وکړي او....
شپه تیره شوه د سهار تر لمانځه وروسته سپين سرې مور په جایماز ناسته سوړ اسویلی یې وکیښ وې زړه مې بوټ ختلی تاسې خو هارون جان ته زنګ ووهی چې کابل ته څنګه ورسید.
د مشر زوی کونډې نږور یې له دې خبرې سره سلګیو واخیسته له کوټې په منډه ووته دهلیز کې یې ژړا په سینه کې کابو نه شوای کړای او چیغه یې له خولې ووته، سپین سرې مور په تاخچه لاس تکیه کړ د الله نوم یې یاد کړ وارخطا خو په تکلیف پورته شوه چې په نږور یې څه وشول،لا یې دنږور خواته سترګې نه ور ګرځولې چې له کړکۍ لاندې د سهار په خړه تیاره کې د کلي والو پټکي او خولۍ مالوم شول د دیواله خواته کټ ایښی او خلک ترې چاپیر وو، مور نارې کړې لکه چې بیا بوره شوم!! خدایه کور مې له یتیمانو ډک شو... له همدې سره د کوټې غولي ته را پریوته.