تاسو له داسې چا نه د خير تمه کوئ چې د چا له مدرسې يا نيمه پوځي قشلې نه د طالب ناورين رازږېدلی. دا چې ته ورځې او سولې ته د طالبانو د وربللو غوښتنه ترې کوې، نو ولې سيده CIA او SIS يا MI6 يې له ISI نه - نه کوي؟ زموږ عذر او د هغوی رموز سره برابر نه دي. که د کرزي ننواتو او ليکونو کومه ګټه کړې وي، نو ستاسو به هم وکړي. موږ بايد پر ځان بسياينې او ځان جوړولو کار وکړو، نه دا چې هسې بېځايه له خلکو هيلې ولرو، ولې له خدايه هيله نه لرو؟
فاعتبروا يااولی الابصار
کلام پاک د تعقلون، تفهمون، تبصرون، تتفکرون او داسې نور کليمات زموږ د پوهاوي او بيا بيا غور کولو لپاره کارولي
ولې نه د سولې تپ وتلاش ښه خبره ده او موږ يې بايد تر پايه تلاش وکړو، خو دلته مې له مولانا صاحب نه هيله د ډاکټر نجيب الله د وخت هغه ټوکه را په ياد شوه چې يو وخت يې په خپله وينا خلکو ته کړې وه. په کوم يوټوب کې به هم چيرته پرته وي.
وايې چې يوه ورځ کومه ښځه د اولاد په لنگون ناروغه وه. ښځې ترې تاوې وې چې وطنکي دارو درمل يې وکړي. چا ورته سپېلني راوړل او لوگی کول، چا ورته يو څه او چا ورته بل څه.
په دې کې د يوې ښځې پام شو چې د څښتن پرتوگ يې پاس پر دېوال په مېخ کې راځوړند وو، نو ويې ويل چې ((د څښتن پرتوگ يې چې هلته ځوړند دی راواخلئ او پرې واچوئ يې چې گوندې لږ درد يې په ارام شي)).
ښځې ترې مخ واړاوه او چېغې کړې چې ((د خدای لپاره مه يې راوړئ! ما ته خو غم د همدې پرتوگ له لاسه را پېښ دی چې اوس ترې داسې کړيږم او تاسو رانه راتاوې او درمل مې کوئ)).
نو ښاغليو،
موږ و تاسو له داسې چا نه د درمل تمه لرو د چا له لاسه چې دا ناورين رامينځته شوی. د چا په مدرسه کې چې د طالب ثبت نام شوی او د چا له مدرسې نه چې دا لوبه وناورين رازږېدلی او نن ترې د يوې نيمې لسيزې راهيسې کړيږو. چا چې لا تراوسه ځانمرگيو بريدونو ته ناروا نه دي ويلي، چا چې دې جنگ ناروا نه دي ويلي او چا چې افغان وژنې ته ناروا نه دي ويلي، نو موږ وتاسو به ترې څه د خير تمه وکړو؟
بيا هم پر ښاغلي غني غږ کوم چې د سولې پروسه لا له وخته نه سبوتاژ شوې او د سبوتاژ خوا ته روانه ده. پاکستان په کور دننه او بهر هر څه په خپل کترول کې راوستل.
بيا هم پر ښاغلي غني غږ کوم هغه چا چې نجيب ووژلو، تا هم نه پرېږدي.
کمونېزم وجهادېزم، دېموکراتېزم وسيکولرېزم واسلامېزم به يوې خوا ته کړو. دلته مساله د ټول افغان په تېره بيا د پښتون د غټ ټبر ده. داسې اسلامپال يې هلته نه دې زېږولي چې په کمونېزم، جهادېزم، ديموکراتېزم او سيکولرېږم او يا اسلامېزم کې مو پرېږدي.
يو متل دی وايی چی خدای په څه پېژنې؟
په قدرتو.
ترخې تجربې او کړه وړه دا زباتوي چې له موږ هم له طالب او هم له نړيوالو سره بيا هم دوه مخې لوبه روانه ده. څوک چې د جنگ لگښت ورکوي، نو هغوی هم لوبه په خپله گټه څرخوي، نه زموږ په گټه.
له دې تمې تېر شه او د خير لاس ترې پرېمينځه. موږ لا په خپل کور کې جوړ نه يو. د اجرائيه رياست دې په لومړۍ ملي ژبې مکتوب نه شي زغملی او له خلکو غواړي چې دوی ته له دې وروسته په پښتو ژبه رسمي مکتوب مه ورلېږئ. دلته څوک په پښتو نه پوهيږي، نو موږ به دښمن ته څه ځواب ووايو؟
دا د افسوس خبره ده چې د شمال يو موروثي والي دې په مرکز او د هېواد په ختيز ننگرهار کې خلکو ته وسلې ويشي. ويل کيږي چې فريدون مومند او شاړي حضرت علي ته يې لا له مخکې نه وېشلې دي، نو مرکزي وملي حکومت بيا په څه شو؟ والي څه حق لري چې د شته او برحال هېواد مشر او د اجرائيه رياست په شتون کې خلکو ته په مرکز او ولاياتو کې د وسلو وېش کوي او پروتوکول ورسره لاسليکوي، نو له دې به زياته بله ملوک الطوائفي چېرې وي. ملوک الطوائفي خو بيا هم په خپل خپل سمت کې چليږي، نه دا چې په مرکز او نورو ولاياتو کې چې له سمت سره يې هم هېڅ تړاو نه لري، نو موږ به دښمن ته څه ځواب ووايو؟
ملا خو يې زموږ راماته کوې، خو دا لا ښه ده چې ورمېږونه مو نه راماتوي. پوښتنه دا ده چې امريکايانو دوستم لارې ته راوست، خو دی لارې ته نه شي واستی، ولې؟
نو ښاغليو،
نه پوهېږم چې موږ ته څه ازار شوی؟ زموږ غوندې بد بخته خلک نور نشته. دا لا مو درک نه کړه چې د اغيارو فتوی چې د نورو د لاسوهنې، نيابتي ونااعلان شوې او نيابتي جگړې لپاره مشروعيت وربښي. داسې علم دې هم ورک شي چې سړی يې د خپل استاد په مدرسه کې وکړي، خو د خپل ولس او خلکو پر وړاندې د مشروعيت ونه مشروعيت، د حل وحُرمت يا په بله مانا د روا وناروا تفکيک يا توپير ونه شي کړی.
هغه علم دې هم ورک شي چې تش په نوم مفسر شي. د کلام پاک تفسير ليکلی شي او د صحيح بخاري شرحه ليکلی شي، خو د ظلم وناروا په مقابل کې بيا د حق عږ پورته کولی نه شي. د بل په لمسون د جهاد غږ پورته کولی شي، خو د بل د لاسوهنې په مقابل کې بيا د خپلو مظلومو خلکو په ملاتړ او ورسره په ناروا کې غږ پورته کولی نه شي. حال دا چې دا ورته پته ده چې ((غوره جهاد د حق خبره ده)). په بله مانا سياسي جهاد ته جهاد نه شو ويلی. دا چې څوک يې ورته وايی هغه پوه شه دنيوي او اخروي رسالت يې.
داسې تورې پټکۍ دې هم ورکې شي چې د سُنتو په نوم يې پر سروي، خو د فرايضو د پايمال په صورت کې بيا بې توپيره وي. موږ خواران د سُنتو او مستحباتو پورې نښتې يو، خو فرايض راڅخه خراب شول چې هغه د بېگناه او مظلومو مسلمانانو ساتنه او د وينې تويونې مخنيوی دی. موږ لکه چې همدې غمونو او فاتحو ته پيدا شوي يو نور څه ته نه. نن زموږ د ژوند و مرګ واکداران نور څوک دي.
هرې خواته مو وينه د نورو د گټو لپاره توييږي، خو موږ لا دېته نه يو تيار شوي چې ظلم وناروا سره وپېژنو. د استاد د مدرسې او د استاد د استاذۍ د درناوي او خفگان خيال راسره شته، خو د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم د درناوي او د خفگان خيال راسره نشته.
موږ به هله سم او لارې ته راشو چې د خپل استاذ، خپلو خلکو او د الله تعالی او د هغه د ستر پېغمبر رسول الله صلی الله عليه وسلم درناوي ومراتب د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې سره وپېژنو. استاد خپل ځای لري. ولس او ټولنه خپل ځای لري او الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم خپل ځای لري. دا به درسته نه وي چې د استاد د درناوي لپاره د الله تعالی اود رسول صلی الله عليه وسلم او د مخلوق حقوق سره پايمال کړو چې دا د اسلامي ارزښتونو غوښتنه نه ده.
په پای کی د طالبانو د وخت د سترې محکمې رئيس مولوي نورمحمد ثاقب څخه هيله کوم چې تاسو خو ښه زبردسته مدرس عالم ياست. په وفاق کې هم لومړۍ درجه سند لرئ. ستاسو له علم او پوهې نه افغانانو بايد په گران هېواد افغانستان کې دننه د خير گټه پورته کړی وای، نه دا چې ستاسو علمي پانگه هسې بېځايه ولگېده. په کار خو دا وه چې ستاسو له پوهې خلکو دننه په هېواد کې گټه پورته کړی وای، خو له بده مرغه چې تاسو يې په نورو کارونو کې بوخت کړئ چې هغه د هېواد په گټه نه دي. ولې بيا هم سر وخت دی. که تاسو پر خپل علمي رسالت باندې بيا له سره يو جامع فکر وکړئ چې له علمه مو ټولنه داسې گټه پورته کړي چې دې روان ناورين ته د پای ټکی کېښوول شي او دنيوي واخروي رسالت مو هم اداء شي.
ښه به دا وي چې تاسو خپله علمي پانگه له دې وروسته په ملي واسلامي چارو کې ولگوئ. ستاسو له پوهې واستعداده خلکو بايد په وطن کې گټه پورته کړی وای، نه دا چې هلته بېځايه ولگيږي.
هر څوک خپل ځای لري. استاذ خپل ځای لري او ټولنه خپل. په کلام پاک کې د خپلې ټولنې پر تنوير وپوهاوي باندې خاصه سپارښتنه شوې چې : ((وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ((ليتفقهوا في الدين)) ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون)).
زموږ ښوونځي خلک راسېځي، نجونې وهلکان زموږ له زده کړې محروموي. ان تر دې چې هغه جوماتونه مدرسې ترې هم زموږ په امان نه دي. هغه نور هر څه لا څه کوې. مسلمان خو له مسلمان سره دوکه نه کوي. په بده يې نه لوريږي، خو نن ځينو مسلمانانو زموږ د بدې ورځې پسې رااخېستې. ايا اسلامي ارږښتونه موږ ته د دې اجازه راکوي چې د نورو د ښېگڼو لپاره خپله ټولنه او ولس له تېغه تېر کړو او د غم په ټغر يې کښېنوو؟
علم يو رسالت دی. دا د ټولو مشترک ميراث دی. اسلام د اجتماعي خير ښېگڼو دين دی او بايد سمه گټه ترې پورته شي. د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم د ارزښتونو درناوی په کار دی. د خپلو خلکو او لس د گټو درناوی په کار دی، نه د نورو. اجتماعي وفردي درناوی ومسووليتونه سره توپير لري. په کار خو دا وه چې تاسو خپلو تدريسي چارو ته د هېواد په دننه کې تداوم ورکړی وای او له داسې منحرف سياسته مو ځان ساتلی وای چې د ولس په ګټه نه دی.
اوس خو روښانه شوه چې زموږ دا لويه لوبه له پيله پر حقايقو ولاړه نه وه. راشئ چې حقايقو ته وروګرځو او له دې وروسته د پرديو د دوه مخې استخباراتي لوبې ښکار نه شو. کلام پاک وسُنت زموږ مخې ته پراته دي چې زموږ يووالی او برياليتوب پکې تضمين دی. د چا په مدرسو او ديني بنسټونو کې زموږ يووالی او برياليتوب نغښتی نه دی او نه په دې خوښ دي چې موږ دې ارام او د ښې ورځې څښتنان واوسو.
په درنښت