د امریکا شپږ اېف ۱۶ جیټ الوتکې له داعش سره د مبارزې په موخه د ترکیې په اینجرلیک هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې. دا الوتکې دوې اوونۍ وروسته له دې په یاده هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې چې ترکیې امریکا ته د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو هوايي اډو د کارونې اجازه ورکړه. پر شپږو جنګي الوتکو سربېره دوې تدارکاتي الوتکې او ۳۰۰ امریکايي کارکوونکي هم په دې اډه کې ځای پر ځای شوي دي.