یوناما په کابل کې وروستي بریدونه غندلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64679
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-09

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل وروستي بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې د دغو خواشینوونکو اعمالو عاملان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي. د ملګروملتو په وینا د افغانستان په وروستیو تروریستي بریدونو کې، چې د سې شنبې له ورځې پیل شوي، د ماشومانو په شمول لږترلږه ۷۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي. د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۵ غړیو هیوادونو په یوه اعلامیه کې، چې په نیویارک کې یې خپره کړه، ویلي، دا شورا د دغو وحشیانه حملو د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له حکومت سره خواخوږي او غمرازي ښکاروي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي:«د امنیت شورا غړي په ټولو امکاناتو، د ملګروملتو له منشور سره سم د تروریستانو له لوري نړیوالې سولې او امنیت ته له ګواښ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي او هر ډول تروریستي اقدام که په هر هدف، د هر چا له خوا، هر ځای او هر وخت وي، جنایت او د نه توجیه وړ بولي.»