چین چمتو دی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرستې وکړي. دغه څرګندونې په کابل کې د چین سفیر دنګ شیجونګ د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د کتنې پر مهال کړې دي. د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وايي د چین سفیر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته د وروستیو امنیتي پيښو، چې له امله یې لسګونه بې دفاع افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د خپلو خلکو او هیواد د تسلیت مراتب وړاندې کړل او یادې پيښې یې په کلکه وغندلې. د چین سفیر ددې لیدنې پر مهال ویلي، هیواد یې دافغان دولت د سولې له هلو ځلو ملاتړ کوي او دسولې د پروسې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې په افغانستان کې د سراسري سولې د تامین لپاره د زړه له کومې کار وکړي. د نوموړي په وینا، هیواد یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتوپه برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.