د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکو د وروستۍ خونړۍ پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ او دعوه يې کوله چې په ياده سيمه کې رامنځته شوې پېښه د موټربم چاودنې نه، بلکې د بهرنيو ځواکونو له خوا د هوايي بمبار له امله وه. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي چارواکي دغه چاودنه د موټربم له امله بولي. د سيمې شاوخوا دوو سوو کسانو چې د ياد بريد لس ټپيان هم ورسره وو، د شاه شهيد درېيم سړک په سيمه کې نن له غرمې مخکې له نهو تر ١١ بجو لاريون وکړ او د کارته نو عمومي سړک يې د ترافيکو پر مخ تړلى و. د محمدظاهر په نوم يوه لاريون کوونکي چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، دعوه وکړه چې په شاه شهيد کې د جمعې د شپې چاودنه د موټربم له امله نه، بلکې د الوتکې بم و چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا کارول شوى دى. د ده په وينا، کله چې بهرني ځواکونه غواړي پر کوم ځای بريد وکړي، نو لومړی په هغې سيمه کې مخابراتي اړيکې پرې کوي. هغه وايي چې د شاه شهيد تر چاودنې مخکې هم د لنډ وخت لپاره په دې سيمه کې مخابراتي اړيکې پرې شوې وې. دى غوښتنه کوي چې د ولسمشر له خوا د دې چاودنې د څېړنې لپاره ټاکل شوى پلاوى دې دغه پېښه په ډېر دقت سره وڅېړي تر څو د چاودنې اصلي عامل وپېژندل شي. لاريون کوونکو څو ټوټې وسپنې هم له ځان سره لېږدولې او ويل يې چې دغه ټوټې په ياده سيمه کې د کارول شوي بم دي.