ولسمشر غني بالاخره د پاکستان پر وړاندې د حامد کرزي دریځ ته را وګرځېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64687
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-11

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د ډېرو امتیازاتو له ورکړې وروسته بیرته د دغه هېواد پر وړاندې د حامد کرزي سیاست ته راوګرځېد. ولسمشر غني پرون د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې تند غبرګون وښود او دغه هېواد یې د ترهګرو ځاله او فابریکه وباله. نوموړي وویل لکه څنګه چې د پېښور برید پاکستان په خپل تاریخ او سیاسي اړیکو کې د عطف ټکی بولي، دغه ډول به افغان حکومت هم د کابل وروستي بریدونه د عطف ټکی وګڼي. شنونکي وايي ولسمشر غني له نیوکو سره سره پاکستان ته امتیاز ورکړ؛ خو په مقابل کې یې له پاکستان څخه هېڅ ترلاسه نه کړل. د شنونکو په باور د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ نه یوازې د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړه، بلکې د طالبانو د پیاوړتیا لامل شو. د سیاسي چارو کارپوه حلیم شملزي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل د پاکستان پر وړاندې د اوسني حکومت مخکنی دریځ د دې لامل شو چې د ترهرګرو په له منځه وړو کې پر پاکستان د نړیوالو فشار کم شي. دی وايي د دغه کار پایله دا شوه، د دې پر ځای چې دغه هېواد د سولې په راوستو کې مرسته وکړي نور یې هم ځان او ترهرګر پیاوړي کړل. ولسمشر غني په خپله پرونۍ وینا کې وویل:«له پاکستان سره زموږ د روابطو معیار د افغانستان ملي ګټې او د هغو په راس کې د افغانستان د خلکو د ژوند مصونیت دی. که زموږ خلک وژل کېږي، روابط معنا او محتوا له لاسه ورکوي چې امید دی داسې ونه شي.» د سیاسي چارو کارپوه امین ځاځی وايي د اوسني حکومت مخکنۍ اړیکې، چې د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو سره لیدنې وې، د معمول دیپلوماسۍ خلاف وې. هغه زیاته کړه چې پر پاکستان د حکومت باور او ورسره د استخباراتي هوکړې لاسلیک د دې لامل شول چې د ترهګرو په له منځه وړو کې پر دغه هېواد د نړیوالو فشارونه کم شي. دی وايي لس میاشتې وخت ضایع شو او په دې موده کې حکومت هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده. حلیم شملیزی هم وايي چې د افغان حکومت دغو کړنو پاکستان ته موکه په لاس ورکړه چې د افغانستان پر وړاندې خپل شوم دریځ پیاوړی کړي او طالبانو هم له دغه وخته په استفادې خپلې لیکې ځواکمنې کړې. امین ځاځی هم وايي چې اشرف غني بالاخره بېرته د مخکني ولسمشر حامد کرزي موقف غوره کړ. ولسمشر غني په یاده خبري ناسته کې په نا مستقیم ډول پاکستان ته د دښمن خطاب وکړ او ویې ویل، له پاکستاني حکومت او ولس نه پوښتي، که چېرې د کابل شاه شهید غوندې برید د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې داسې ډلې له خوا وشي چې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه ولري، نو پاکستان به افغانستان ته د دښمن په سترګه ګوري او که د دوست؟ ولسمشر دا هم وویل چې لا هم د وسله والو مخالفینو ځالې په پاکستان کې دي او همدغه وسله والې ډلې د پاکستان له قلمروه د افغان حکومت پر وړاندې د جګړې اعلان کوي. امين ځاځی دې په اشارې زیاتوي چې مخکني ولسمشر حامد کرزي ان هغه وخت د پاکستان پر وړاندې عین دریځ نیولی و او په ډاګه یې ویل چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ بیایي او د دې لپاره په خپله خاوره کې ترهګر روزي او حمایه کوي یې. ځاځي سرنوشت ورځپاڼې د خپلو خبرو په دوام وویل چې د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني تازه موقف پر ځای دی خو چې عملي یې کړي. نوموړي وویل چې ولسمشر غني هم اوس ومنله چې پاکستان په افغانستان کې پر نیابتي جګړه بوخت دی.