ستانکزی: له پاکستان څخه د ګټې د کار تمه بې ځایه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64690
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-11

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي له پاکستان څخه د داسې کار تمه چې د افغانستان په ګټه دې وي بې ځایه ده. محمد معصوم ستانکزي پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي چې پاکستان اوس هم د افغانستان پر وړاندې لوبه کوي. ده ویلي اوس نو داسې پړاو ته رسېدلي یو چې ټول شواهد او مدارک ښيي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو موضوع پر حقه ده. نوموړي ویلي چې افغان حکومت باید اوس د هېوادني او نړیوال بسیج لپاره هڅه وکړي.