امریکا وايي افغانستان او پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې کې له یو بل سره همکاري وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند جان کربي ویلي اوس ددې وخت راغلی چې د افغانستان او پاکستان مشران د ګډ هدف لپاره چې د ترهګرو له منځه وړل دي له یو بل سره مرسته وکړي. کربي ویلي چې د وسله والو د پټنځایونه له منځه وړل او د پولې دواړو غاړو ته د طالبانو د عملیاتي ظرفیت کمولو د دواړو هېوادونو په ګټه دي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.