د تورخم جلال اباد د دویم سړک تښتول شوي کارکوونکي خوشي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64695
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-11

د تورخم جلال اباد د دویم سړک د جوړونکي شرکت دری تښتولي شوي پاکستاني کارکوونکي ازاد شوي دي. پاکستاني رسنۍ وايي تښتونکو دغه کسان وروسته له دې ازاد کړي چې پاکستان د یادې پروژې د ځنډولو ګواښ وکړ. یوه قومي مشر چې د دغو کسانو په خلاصون کې یې مرسته کړې ویلي یاد کسان د پروژې د ځنډولو د ګواښ له کبله وسله والو ازاد کړي دي. د پاکستاني شرکت دغه دری کارکوونکي دری ورځې وړاندې وسله والو تښتولي وو.