ولسمشر اشرف غني وايي د کابل د شاه شهید د وروستي برید پلان په پاکستان کې جوړ شوی و. نوموړي پرون په ارګ کې د اروپایي، شمالي امریکا او د سیمې د هېوادونو له سفیرانو په کتنه کې ویلي چې د کابل ښار د شاه شهید برید د افغانستان لپاره د عطف نقطه ده. ولسمشر زیاته کړې چې د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له تائید وروسته د پاکستان په خاوره کې تروریستي ډلو په عام محضر کې غونډې وکړې او له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره یې د افغانستان د حکومت پرخلاف د جګړې اعلان وکړ. ده ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت دې د موضوع حساسیت درک کړي او دی هیله لري چې پاکستان دې د هغه هېواد په خاوره کې د تروریستي ډلو پرخلاف جدي اقدامات ترسره کړي. نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په همدې موخه په پام کې ده د پنجشنبې په ورځ یو افغاني پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.