په اردن کې یو پلار پرمحمد ص یو ملیون ځل درود ویل د لور مهر ټاکلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64697
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-11

په اردن کې یو پلار د خپلې لور د مهر په بدل کې یو ملیون ځلې پر محمد صلی الله علیه وسلم درود ویل شرط کړې دی، دا اردنی پلار ټینګار کوي،چې دا مهر دی په نکاح خط کې ثبت شي، چې هلک بیا سبا د څه ورکولو ته اړ نه شي. د اردن سیمه ییزې خبري رسنۍ وايي : نجلۍ د پلازمینې عمان په الجبل الاخضر سیمه کې اوسیږي او د طب محصله ده او راتلونکې کال ترې فارغیږي ، هلک هم د اردن دی لوړی زده کړې لري. خبرونه وايي : په محکمه کې د شخصي احوال د ثبت مامور د دا ډول مهر څخه لومړی په تعجب کې شو،چې د نجلۍ د پلار ټینګار یې ولیده ، بیا اړ شو ، چې همدا ولیکي.