فرید ظریف په لا یبریا کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64698
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-12

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې خپل خاص استازی او په دغه هیواد کې د ملګروملتو د ماموریت (UNMIL) مشر وټاکه. د ملګروملتو له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلی ظریف، چې اوس په کوسوو کې د سرمنشي خاص استازی او د ملګروملتو د موفتې ادارې د ماموریت ريیس دی، په دیپلوماسۍ، نړیوالو او د ملګروملتو په چارو کې پراخه تجربه لري او په افغانستان کې دننه او له دغه هیواده دباندې یې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي. ظریف د (۱۹۸۱ او ۱۹۸۷) کلونو ترمنځ په نیویارک کې د افغانستان دایمي استازی او له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۷ پوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و.