د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو لوړ پوړی افغان پلاوی نن پاکستان ته سفر کوي. ارګ وايي په دغه پلاوي کې پر رباني سربېره د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزى او د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل شامل دي. د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي وايي دغه پلاوى به له پاکستاني چارواکو سره يو ځل بيا د ترهګرو پر ضد پر رښتينې مبارزې خبرې وکړي. هاشمي ويلي افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدمات وکړي او په دې برخه کې به د افغانستان د عمل پلان (اېکشن پلان) وړاندې شي. بلخوا د پاکستان رسنيو د ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې افغان پلاوى به له پاکستان څخه په دغه هېواد کې د طالب مشرانو د نيولو او سپارلو غوښتنې هم وکړي.