ملي امنیت: د کابل په وروستیو خونړیو بریدونو کې د پاکستان لاس و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64703
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-12

د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې د کابل په وروستیو خونړیو بریدونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس و. د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي چې نن یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د دوی د اطلاعاتو له مخې په شاه شهید کې د موټر بم چاودنه، د پولیسو پر اکاډمۍ ځانمرګی برید او په قصبه کې ډله ییز ځانمرګی برید په پاکستان کې پلان شوي وو. نوموړي زیاته کړه، پاکستان له افغانستان سره ژمنه کړې وه، چې د طالبانو د مشر ملا عمر تر مړینې وروسته به په پاکستان کې د طالبانو د سترو غونډو مخه نیسي، خو پاکستان پر خپلې کړې ژمنې عمل ونه کړ او طالبان اوس هم له کویټې تر کراچۍ ښاره پورې سترې غونډې جوړوي. د ملي امنیت ویاند وویل چې پاکستاني جنرالان له بنسټپالو او سختدریځو ډلو سره ښکاره ناستې کوي. ده وویل هغه اطلاعات چې موږ ته رسېدلي دي، په ډاګه کوي چې طالبان اوس د ملا عمر د مرګ د څرنګوالي په اړه له خپلو مشرانو جدي پوښتنې کوي. هغه تور پورې کړ چې د پاکستان د پوځ ځانګړې کړۍ له طالبانو سره همکاري کوي او هغه کیمیاوي مواد چې د قصبې په پېښه کې کارول شوي وو، ښيي چې دغه مواد یوازې له دولتونو سره وي او ترهګرې ډلې ورته لاسرسی نه لري.