د عالمانو شورا غړو د پنجشنبې په ورځ د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو سره د غم شریکۍ په هدف د پېښې په ځای کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د پاکستاني علماوو د هغه فتوا په وړاندې چې د افغانستان په وړاندې یې جهاد روا ګڼلی و په دغه اقدام لاس پورې کړ.د کابل د عالمانو شورا له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د کابل د شاه شهید د سیمې د پېښې عاملین پیدا او د اعمالو سزا یې ورکړي.