امریکا په کیوبا کې سفارت پرانیست

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64712
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-14

امریکا د کیوبا په پلازمېنه هاوانان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل سفارت پرانیست. په دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې، یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو او د نورو هېوادونو ډیپلوماتانو ګډون کړی وو. تر دې مخکې د کیوبا پخواني انقلابي مشر فیډل کاسترو په یوه سرخلاصي لیک کې امریکا ته لیکلي ول چې د سوداګریزو بندیزونو له کبله امریکا له کیوبا څخه په میلیونونو ډالره پوروړې ده. په ۱۹۵۹ کال کې چې د فیډل کاسترو له اوږدې مبارزې وروسته انقلاب بریالی شو، له امریکا سره د کیوبا اړیکې به بشپړ ډول له مینځه ولاړې.