ملا اختر منصور د ایمن الظواهري بیعت ومانه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64713
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-14

د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د جمعې په ورځ د القاعدې ډلې د مشر د بیعت وړاندیز ومانه. د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امیرالمونین په توګه د افغان طالبانو د مشر ملااختر محمد منصور بیعت کوي. د ایمن الظواهري اعلان د ملا منصور لپاره، چې مشري یې لا ټولو طالبانو منلې نه ده، اهمیت لري ځکه چې په یو ډول د نوموړي پر مشرۍ د تایید ټاپه لګوي. ملا منصور د القاعدې وسله وال ستایلي او د ده په وینا له اشغال څخه د افغانستان د خلاصون لپاره یې د هغوی له هڅو مننه کړې ده.