ولسمشر غني د علماوو د سراسري شورا له مشر او یو شمېر غړو سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64714
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-14

د علماوو سراسري شورا وايي چې د جګړې پر دوام ټينګار د اسلام د مقدس دين د احکامو خلاف، ناجايز عمل او د غندنې وړ دى. له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د علماوو سراسري شورا مشر او غړو پرون له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل. سرچينې زياته کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا اعلاميه د دې شورا د غړي مولوي غلام رباني رحماني له خوا ولوستل شوه. د عالمانو سراسري شورا په خپله اعلاميه کې د کابل ښار او د هېواد په نورو سيمو کې هغه بريدونه په کلکو ټکو غندلي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.